پیښور 04 جولائي (اے پي پي) د اطلاعات٬خپرونو ٬ قانون او انصاف وفاقي وزير بېرسټر علي ظفر وئېلي دي د فاټا ټول مسائل حل كولو هڅې روانې دي٬اوس په آئيني توګه فاټا په كے پي كے كښې ضم شوې٬په تاريخ كښې داسې كوم مثال نشته چې دومره لويه سيمه په كومه صوبه كښې ضم شوي وي٬فاټا په كے پي كے كښې د انضمام نه وروستو اوس زمونږ د ټولو هڅې پكار دي چې دا انضمام كامياب كړی شي٬فاټا په خېبرپښتونخوا كښې د انضمام نه وروستو د آسا??يو وركولو لپاره د مركزي كمېټۍ او صوبائي كمېټۍ شريكې غونډې په مهال د فاټا لپاره جوډېشل ريفارمز٬ټېكس استثنٰی٬انتظامي يونټس ??و انفراسټركچر په اړه ټولو چارو باندې بحث شوې٬د دواړو كمېټو راتلونكې غونډه به اسلام آباد كښې كېږي كومه كښې به چې د فاټا لپاره حتمي یپكج اعلان كړې شي۔ده د شورو په ورځ پیښور كښې شريكې غونډې نه وروستو د كے پي كے وزيراعلٰی سره مېډيا سره خبرې كولې۔وفاقي وزير سيد علي ظفر وو??يل فاټا د انضمام نه پس آسا??يو وركولو لپاره په وفاقي كچه جوړه كړې شوې وفاقي كمېټي او صوبائي كمېټي كار كوي۔د شورو په ورځ د دواړو كمېټو شريكه غونډه څلور نيم ساعت روانه وه كومه كښې چې فاټا لپاره په جوډېشل ريفارمز٬ټېكس استثنٰی٬انتظامي يونټس ??و انفراسټركچر په اړه په ټولو چارو بحث وشو۔ده وو??يل په ننۍ غونډه كښې دا هم پريكړه وشوه چې د صوبائي كمېټۍ مشر د كے پي كے وزيراعلٰی ډېر زر به اسلام آباد ته راشي او هلته به د مشاورت نه وروستو فاټا ته د آسا??يو وركولو په اړه حتمي پېكج اعلان وكړي۔ده وو??يل مونږ فاټا كښې د آسا??يو وركولو لپره ګائيډ لائن تيارو٬ كوم به چې د راتلونكي حكومت لپاره هم معاون ثابت شي۔وفاقې وزير وو??يل فاټا په اړه پھ قانون سازۍ٬د آرډيننس اجرا٬د ادارو جوړولو لپاره نوټيفيكېشن پشمول نور اقدامات راتلونكو څو ورځو كښې كولې شي۔ده وو??يل فاټا كښې د آسا??يو وركولو لپاره ټولې كمېټۍ په بشپړه توګه خپل كار كوي۔ علې ظفر وو??يل فاټا په كے پي كے كښې د انضمام لپاره شوي آئيني بدلون كښې يو دا شق هم اېښودې شوې چې د فاټا په سيمو كښې د صوبائي اسمبلۍ الېكشن په يو كال كښې دنن?? كېږي ځكه چې فاټا كښې اوس الېكشن كمېشن له حلقه بندۍ كول دي او په دې اړه نورې تيارۍ هم۔د يوې پوښتنې په ځواب كښې وفاقي وزير سيد علي ظفر وو??يل لنډ مهاله حكومت په بشپړه توګه غېر جانبدار دے٬لنډ مهاله حكومت به د كوم بليم ګيم برخه نه جوړېږي ٬كه څوك د چا په ضد خبره كوي نو كوي دې دا د هغه حق دے مونږ به خپل كار كوو۔د يوې پوښتنې په ځواب كښې نګران وزير وو??يل د فاټا ټولو مسئلو حل كولو هڅه كوو٬فاټا لپاره د وفاق او كے پي كے لخوا فنډز وركولو لپاره چې كوم كمټمنټ شوې هغه پوره كول دي