اسلام آباد 26 جون (اے پي پي) لنډ مهاله وزیراعظم جسټس (ر) ناصر الملك د سمندري چارو وزارت ته امر كړې چې د ګ??ادر بندر ځائ د پرمختګ پحقله د ستونزو لرې كولو لپاره جامع تجويزونه دي راوړاندې كړې شي۔ ده دا خبرې د نهې په ورځ وزيراعظم آفس كښې د مېري ټائم افيئرز ٬ ادارو او د خپلواكه ادارو د چارو پحقله د بريفنګ مشرۍ په مهال كړې دې۔ د مېري ټائم افيئرز وفاقي وزير عبدالله حسېن هارون ٬ د مېري ټائم افيئرز ممتاز علي شاه ٬ د وزيراعظم دوهم سې??تر ډاكټر كاظم نياز٬ د پاكستان نېشنل شپنګ كارپورېشن چيئرمېن رضوان احمد٬ د پورټ قاسم اتهارټۍ دوهم سې??تر اسد رفيق چندنا٬ د ګ??ادر پورټ اتهارټۍ چيئرمېن دوستین خان جمیدنی او لوړ پورو چارواكو په بريفنګ كښې ګډون وكړو۔ د مېري ټائم افيئرز سې??تر د مېري ټائم افيئرز وزارت٬ د كراچي پورټ ټرسټ ٬ د پاكستان ډيپ واټر كنټېرنز پورټ ٬ د قاسم پورټ اتهارټۍ ٬ د ګ??ادر پورټ اتهارټۍ او د خپل وزارت د ماتحتو نورو ادارو د كاركردګۍ پحقله تفصيلي بريفنګ وركړو۔ د كراچۍ پورټ ټرسټ د كاركردګۍ جاج وړاندې كولو په مهال غونډې ته ووئيل شول كے پي ټي د كال 18-2017 په مهال 4341 مېليونه روپۍ ګټلې دې دغسې پورټ قاسم هم په 17-2016- ا?? 18-2017 په مهال 4443 او 5870 مېليونه روپۍ ګټه كړې ده ۔ د ګ??ادر بندر ځائ او ګوادر فری زون ایریا پرمختګ پحقله د بريفنګ په مهال د مېري ټائم افيئرز سې??تر د بندر ځاې پرمختګ لپاره د وړاندې كړو بېلا بېل مراعات رامخې ته كړه۔ سې??تر د برېښنا او د اوبو ترلاسه كېدو پحقله د ځينيو مسئ??و هم ذكر وكړو او دا د ګ??ادر بندر ځائ په تند پرمختګ كښې خنډ دے۔ وزیراعظم د وزارت او د بېلا بېلو ادارو په كاركردګۍ د اطمينان څرګندونه وكړه۔ وزيراعظم وزارت ته د ګ??ادر بندر ځائ پرمختګ پحقله د مسئ??و هواري او د كبانو د پالنې وسائلو په تندۍ سره د ضياع مخنيوي لپاره د جامع او كوټلې تجويزونو وړاندې كولو امر وكړو۔