بيجنګ 14 مارچ (اے پی پی) چين كښې ?? پاكستان سف??ر مسعود خالد وئيلي دي پاكستان او چين په ګوانګ ډونګ ولايت كښې د كركيلې٬تعليم٬فوډ پراسېسنګ او صنعت په اړه مرسته مضبوطوي۔ده دا خبره د ګوانګ ډونګ دوهم ګورنر وائي مين سره د خپل مل??قات په مهال كړی۔ده ووئيل ?? پاكستان او چين ترمي??ځه ملګرتيا د څو لسيزو څخه ده او مونږ به د يوې پولې او د يوې لارې شروعات له مخې ګوانګ ډونګ سره د مرستې لړۍ روانه ساتو ۔د ګوانګ ډونګ دوهم ګورنر په چين كښې ?? پاكستان سف??ر او ده پلاوي هركلے وكړو او وې وئېل پاكستان او ګوانګ ډونګ ترمي??ځه يادو شوو كلونو كښې معيشت٬تجارت او سېلګرۍ په اړه تبادله زياته شوې۔ده ووئيل پاكستان په ګوانګ ډونګ كښې كېدونكو تجارتي او تعليمي او نورو نندارتونونو پليټ فارم څخه ګټه پورته كولې شي او ولايت او پاكستان د معيشت٬تجارت٬سېلګرۍ او كركيلې په څانګو كښې هم مرسته مضبوطولې شي