اسلام آباد 14 مارچ (اے پی پی) د دفاعي پیداوار وفا??ي وزير رانا تنوير حسېن په ديوان ايمري كښې د قطر وزيراعظم عبدالله بن نصير بن خليفه التهاني سره ملاقات كړی۔وفا??ي وزير په مشرۍ كښې پلاوي كښې د دفاعي حصول پارليماني سېكتر سردار منصب علي٬ډوګر٬د دفاعي پیداوار وزارت اېډېشنل سېكتر ميجر جنرل طارق غفور او د پ??كستان په قطر كښې سفير شهزاد احمد شامل وو۔پاكستاني پلاوي په دوهه كښې د 12 نه تر 14 مارچ 2018 كېدونكو دوها انټرنېشنل ميري ټائم دفاعي نندارتون او كنفرنس (ډي آئي اېم ډي اي ايكس)كښې ګډون لپاره د دوها په دوره دے۔وفا??ي وزير د دواړو هېوادونو ترمينځه په دفاعي پیداوار او بېلو مسئلو او د مرستې په موجوده وضعه خبرې وكړې۔د دفاعي مرستې په اړه په شريكو اندېښنو بحث وشو۔شېخ عبدالله د دفاع او سلامتيا په څانګه كښې د پ??كستان د مرستې هركلے وكړو