اسلام آباد 09 فروری (اے پی پی﴾ اولس مشر ممنون حسېن او د اردن باچا عبدالله د دواړو هېوادونو ترمېنځه د تجارت٬ تعليم او د كلتور په څانګو كښې د مرستې په زياتولو اتفاق كولو سره وئيلي دي چې پاكستان او اردن په بېلا ??ېل?? څانګو كښې د خپلې خاص تجربې د لارې يو بل ته ګټه رسولې شي۔ د دواړو مشرانو ترمېنځه دا اتفاق د جمعې په ورځ په ايوان صدر كښې د شوي ملاقات په مهال وشو۔ په دې موقع د اولس مشر مرسته د دفاع وزير انجينئر خرم دستګير خان٬ خارجه سېكترې او نور?? اعلٰي چارواكو وكړه۔ د اردن د باچا مرسته د اردن خارجه وزير اېمن سفادي٬ د جوائنټ چيفس اف سټاف چيئرمېن جنرال محمود فريحات او نور?? اعلٰي چارواكو وكړه۔ اولس مشر ووئيل چې د امريكې لخوا يروشلم د اسرائيل پايه تخت منلو په معامله كښې اردن د جرات وړ دريځ اختيار كړے٬ پاكستان د دې قدر كوي۔ په دې موقع د اردن باچا عبدالله ووئيل چې د پاكستان لخوا د اسلامي امت د ستونزو حل لپاره چې كوم دريځ خپل كړے شوے٬ هغه مونږ لپاره ?? قوت سبب دے۔ اولس مشر ووئيل چې د كشمير او فلسطين پشان د پخوانو ستونزو حل نړيوال امن او استحكام لپاره ??روري دے۔ اولس مشر ووئيل چې پاكستان او اردن په خپلو كښې ژورې سياسي٬ كلتوري او تاريخي اړيكې لري۔ ده ووئيل چې دوه اړخيزه تجارت د دواړو هېوادونو د ژورو او د ورورولې د اړيكو سمه عكاسي نه كوي۔ ده تجويز وركړو چې د پاكستان او اردن ترمېنځه بايد د زياتو تجارتي پلاوو تبادله وشي۔ د اردن باچا د اولس مشر تجويز سره ??تفاق وكړو او وې وئيل چې د دواړو هېوادونو د مع??شت استحكام لپاره په شريك تجارت كښې اضافه ضروري ده۔ پھ دې لړ كښې به په مارچ كښې د شريك وزارتي كميسون په غونډه كښې غور كولې شي