اسلام آباد ۔ 30 نومبر (اے پی پی) وزیراعظم شاهد خاقان عباسی پاکستان كښې د عسكريت خوښو پټو ځايونو په اړه امريكائي تورونه رد كو??و سره وئيلي دي سيمه كښې ترسره كېدونكي بريدو??ه افغانستان څخه كېږي۔ د زيارت په ورځ نيويارك كښې نړيوالې نيوز ايجنسۍ بلوم برګ نیوز سره خپله مركه كښې وزيراعظم ووئيل پاكستان به د حقاني نېټ ورك په شمول د خپل حد دننه د كو??ې هم ترهګرې ډلې په ضد كاروائي كو??۔ ده ووئيل مونږ امريكائي چارواكو ته وئيلي دي چې د حقاني نېټ ورك په اړه مونږ له كو?? استخباراتې معلومات راكړې نو مونږ به كاروائي وكړو۔ بيا هم د ترهګرۍ بريدونه د پولې پورې غاړې څخه كېږي۔ ده په دې لړ كښې دغلته د مېشته بريد كوؤنكو پټ ځايونو په اړه هم ووئيل۔ وزيراعظم ووئيل افغانستان څخه د پولې دې ??اړه لاس وهنه يو معمول جوړ شوے۔ ده ووئيل پاكستان هغه هېواد دے كو?? چې د ترهګرۍ په ضد جنګ كښې بوخت دے۔ كوئټه كښی د مودو څخه استوګن د طالبانو لارښودو په ضد د پاكستان د كاروائۍ په اړه وزيراعظم ووئيل كه هغوي په ريښتيا دغلته وي نو په ضد به ئې كاروائي وكړې شي۔ افغانستان كښې د اولس مشر ټرمپ پوځي ډلو زياتوالي پالېسي به ناكامۍ سره مخ شي۔ ده د افغان حكومت او طالبانو ترمينځھ د سولې خبرو ته د كېناستو په حاجت زور راوړلو سره ووئيل مونږ به په دې لړ كښې تر ممكنه حده مرسته كو??۔ ده ووئيل پاكستان دوه وارې هڅې كړې ولې خبرې اترې له مينځه وړلې شوي۔ د حافظ سعید د خوشې كېدو عدالتي احكاماتو په اړه وزيراعظم ووئيل د عدالت درې كسيزه بېنچ د هغه خوشې كو??و په اړه ووئيل د هغه په ضد هېڅ تورونه نشته۔ ده ووئيل كه د حافظ سعيد په ضد كو?? مضبوط دليل وي نو د هغه په ضد دې په نړيواله كچه مقدمه وچلولې شي۔ وزيراعظم ووئېل دغه يوازې تورونه دي او هند په دې لړ كښې هيڅ شواهد نه دې وړاندې كړې