ملګري ملتونه 19 اکتوبر (اے پي پي) پاکستان د هند لخوا د كنټرول لائن پرله پسې خلاف ??رزۍ نړيوال امن او سلامتيا لپاره خطر ګرځولو سره د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ څخه په كنټرول لائن صورتحال معمول ته راوستو لپاره په كردار تر سره كولو ټينګار كړې۔ په ملګرو ملتونو كښې د پاكستان مستقل استازې ډاكټر ملیحه لودھي د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ صدر میروسلاو لائی چاك سره په ملاقات كښې د ھغه پام د كنټرول لائن صورتحال ته راګرځولو سره ووئيل ٬ سږ كال هند په كنټرول لائن 1137 ځله خلاف ??رزۍ كړې دي٬ 47 بې ګناه وګړي مړه او 159 ژوبل شوي٬ دا شمېره د تېر كال په مقابل كښې درې چنده زياته ده٬ د هند پوځي مشران پرله پسې پ?? جارحانه ډول د جنګ دړكې كوي۔ دې واضحه كړه چې د پاکستان وسله وال ځواكونه د زيات تحمل نه كار اخلي خو دا تحمل او برداشت لامحدود نه دے ۔ دې ووئيل پاكستان د هر ډول يرغل او مهم جوئۍ مقابله او په موثره انداز د ځواب وركولو صلاحيت لري۔ دې ووئيل په كنټرولائ?? 1949 څخه په ځائ كړې شوې د ملګرو ملتونو پوځي مبصر ډله (يو اېن اېم او جي آئي پي) نوره موثره كولو ته اړتيا ده دغسې چې ھغوي په كنټرول لائن د خلاف ??رزيو پلټنې وكړې شي٬ دې ووئېل پاكستان خپل اړخ ت?? يو اېن اېم او جي آئي پي ټولې آسانۍ وركوي خو هند ډلې ته خپله وظيفه ترلاسه كولو لپاره اجازه نه وركوي۔دې ووئيل د يو فريق په حېث په دې لړ كښې د ملګرو ملتون?? كردار ډېر مهم دے ۔ دې ووئيل د كنټرول لائن پرله پسې خلاف ??رزۍ د هند لخوا په مقبوضه كشمير كښې د خپلو ځواكونو لخوا په لويه كچه بشړي حقونه د پښو لاندې كولو څخه د نړۍ پام اخوا كولو لپار?? يوه هڅه ده ۔ په دې موقع د عمومي اسمبلۍ صدر دې ته باور وركړٶ چې د شخړو هواري له خبرې اترې يوه موثره لاره ده ۔