اسلام آباد 01 فروري(اے پي پي) سېنېټ د عربۍ ژبې لازمي تعليم بل 2020 منظور كړے ۔ د ګل په ورځ د سېنېټ په غونډه كښې سېنېټر جاوېد عباسي د عربۍ ژبې لازمي تعليم بل 2020 په اړه تحريك وړاندې كړو نو په دې علي محمد خان ??وئيل په قامي اسمبلۍ كښې يو قرارداد منظور كړے شوے چې په كښې وئيلي شوي يو پوهنتون به تر ھغې يو زده كونكي له ډګري نه وركوي تر څو چې ھغه قرآن پاك په ترجمه او تفسير سره نه وي لوستلے ۔ ده ووئيل په قرآن پوهې لپاره عربي ژبه ډېره ضروري ده، بايد ټول اولس د بل ملاتړ وكړي٬ دا بل ښه دے۔ سېنېټر رضا رباني ووئيل مونږ مسلمانان ??و ٬ نه خو مونږ له وطن سره د مينې او نه د مسلمانې كوم سند ته اړتيا ده ٬ پاكستان ??و كثير الثقافت او كيثير الزبان ??ېواد دے، دا تاريخي بنيادونه او عوامل لري٬ دا څيز په ذهن كښې ساتل پكار ??ي چې پ?? پاکستان د عرب كلتور د مسلط كولو هڅې روانې دي٬ زمونږ كلتور د سندھ تهذيب كلتور دے، تر كومې چې مونږ خپل كلتور ته وده ورنه كړو تر ھغې به مونږ د پاكستان ??ردار په سم ډول رامخې ته نه كړے شوو٬ دا بل زمونږ په سيمه ايزو ژبو نورو ژبو ته د فوقيت وركولو بل دے۔ سېنېټر جاوېد عباسي ووئيل عربي د نړۍ پنځمه لويه ژبه ده او دا د 25 هېوادونو قامي ژبه ده او 315 مليونه خلق عربي وائي٬ په 55 هېوادونو كښې دا ژبه وئيلي كېږي او په دې پوهه لري۔ ده ووئيل مونږ د قرآن او سنت نه لرې شوې يو كه مونږ په قرآن پاك پوهېدو نو نن چې كومو مسئلو سره مونږ مخ يو دا مسئلې به نه رامخې ته كېدې٬ مونږ دا ګڼو چې دغه ژبه مونږ لپاره د ټولو نه زيات اهميت لري٬ كومه چې د قرآن ژبه ده او كومه چې زمونږ د خوږ نبيۖ ژبه ده٬ زمونږ د ايمان دا تقاضه ده چې په قران ??وهېدو لپاره د عربۍ ژبې تعليم ضروري دے۔ ده ووئيل په بل كښې د عربۍ ژبې د تعليم خبره شوې څنګه چې د انګرېزۍ ژبې تعليم وركړے كېږي۔ده ووئېل د انګرېزۍ ژبې د تعليم خو چا تر اوسه مخافلت نه دې كړے او عربي كه د مضمون په حېث په نصاب كښې شا??له شي نو دې سره به خلقو ته د عربۍ ژبې د زده كولو موقع په لاس ورشي او د نړۍ هر هېواد ته چې پاكستانېان ځي نو هلته به ورته هېڅ مسئله نه وي۔ سېنېټر مشتاق احمد ووئيل د آئين له مخې هم په قرآن پاك صحيح پوهېدو لپاره د عربۍ ژبې د تعليم د انتظام خبره شوې ٬ مونږ د دې بل بشپړ تائيد كوٶ۔