اسلام آباد 20 جنوري(اے پي پي) د وفاقي حکومت تاريخي اقدام، د حق رسېدليو كسانو جائيداد قانوني وارثانو ت?? د كلونو په ځاے په پنځلسو ورځو كښې د منتقل كولو آسان ترين نظام وضع كړے شوے ٬ د نوې نظام اجراء په اړه د پرانستې دستوره به (نن) د زيارت په ورځ په وزيراعظم هاٶس اسلام آباد كښې كېږي او وزيراعظم عمران خان به د دې نظام باضابطه پرانسته كوي۔ د شورو په ورځ د قانون او انصاف وزارت وياند لخوا په جاري بيان كښې وئيلي شوي وزيراعظم د وړومبۍ ورځې څخه د قانون وفاقي وزير ته د حق رسېدليو كسانو د جائيداد منتقل كولو پحقله د آئيني اصلاحاتو معرفي كولو ذمه واري وركړې وه٬ دا كار ډېر د اهميت و?? ٶ۔ د قانون او انصاف وفاقي وزير ډاکټر محمد فروغ نسيم د عام وګړي مفاد تر مخه د بلونو مسوده رامخې ته كړې چې وړومبے مقصد ئې د اولس دوست قانون سازۍ سره انصاف په وخت وركول وو۔ وياند ووئيل د قانون سازۍ زيات مهم اړخ “لېټرز آف ايډمنسټرې??ن اېنډ سکسېشن سرټيفکيټس اېکټ 2020” ٶ كوم چې د پارلمان منظورۍ نه پس فروري كال 2020 كښې نافذ كړے شو٬ په دې اېكټ كښې د حق رسيدلي وګړي منقوله او غېر منقوله جائيداد قانوني وارثانو ت?? د منتقل كولو پېچلې مسئله آسانول مهمه وه۔ وياند ووئيل وزارت د حق رسيدلي قانوني وارثانو لخوا د وركړي درخواست نه پس په 15 ورځو كښې “لېټر آف ايډمنسټرې??ن اېنډ سکسېشن سرټيفکيټس” (جانشيني سرټيفکيټ) جاري كوي او د دغې اجراء لپاره د نادرا په اشتراك د سهولت يونټ جوړولو طريقه كار وضع كړے شوے ٬ نادرا به د هېواد په تاريخ كښې په وړومبي ځل بائيو مېټرك تصديق د لارې”سکسېشن سرټيفکيټس” او د “ليټرز آف ايډمنسټريشن” اجراء كوي۔ وياند ووئيل په دې عمل كښې به چې تر كومې د وخت ضياع او د پېسو بچت يقيني شي نو بلخوا به په عدالتي نظام اضافې فشار هم تر څه حده كم شي