ملتان 22 نومبر (اے پی پی) خارجه وزير مخدوم شاه محممود قريشي د ات??ار په ورځ د خپلې انتخابي حلقې اېن اے 156 دوره وكړه. هغه په موټر سائيكل سواري كولو سره خپلې حلقې ته لاړو او هلته ئې د بېلا بېلو پرمختيائي چارو جاج واخستلو. كاركنانو او د سيمې خلقو چې كله خارجه وزير په عوامي انداز كښې ځان سره وليدو نو هغه ډېر خوشحاله شول او د ده په حق كښې ئې نعرې ووهلې. خارجه وزير كاركنانو سره ملاقات وكړو او د خلقو نه ئې د ستونزو ??وښتنې وكړې او اړوند چارواكو ته ئې هدايات جاري كړل. په دې موقع خارجه وزير ووئيل چې كاركنان زمونږ قېمتي ا??اثه دي. ده ووئيل چې هغه به په خپله د روانو پرمختيائي پروژو څارنه كوي.