د دوه اړخيزو اړيکو او سيمه ييز صورتحال په شمول د شريكې خوښې په نورو چارو د خيالاتو څرګندونه
اسلام آباد۔7اکتوبر(اے پی پی) د بهرنيو چارو وزير مخدوم شاه محمود قريشي د شورؤ په ورځ خپل ترکي سيال مېلمشتو اولو سره تيلفوني خبرې وكړې كومو كښې چې دوئي د دوه اړخيزو اړيکو او سيمه ييز صورتحال په شمول د شريكې خوښې په نورو چارو د خيالاتو څرګندونه وكړه۔ د خارجه دفتر وياند له مخې خارجه وزير مخدوم شاه محمود قر??شي ووئيل چې د مهمو سيمه ييزو او نړيوالو چارو حوالې سره د ??اك??تان او تركيه په دريځ كښې مماثلت خوشبينه دے۔ د بهرنیو چارو وزیر د كشمير مسئلې په اړه د تركيه لخوا د دوامداره او ښكاره دريځ په خپلولو د تركيه خارجه وزير مننه وكړه۔ شاه محمود قر??شي ووئيل د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ په 75 مه غونډه كښې چې څرنګه ترك صدر طيب اردګان په بې وسلې كشميري اولس د روان ظلم او زياتي به ضد غږ پورته كړې دې سره د كشميري اولس حوصلې لوړې شوي دي۔ ??اك??تان د افغان امن عمل په شمول منطقه كښې ا??ن په ځائې كولو له د خپل كردار ترسره كولو عزم لري۔ ترك خارجه وزير ميولت چاوش اولو افغانستان كښې ا??ن په ځائې كولو له د هڅو په شمول د منطقې ا??ن او استحكام له د ??اك??تان د كردار ستائنه وكړه۔ دواړه خارجه وزيران دې ته صلا شول چې په سي??ه ايزو او د شريكې خوښی په چارو به مشاورتي لړۍ روانه ساتلې شي۔ خارجه وزير خپل تركي همڅنګ ته د ??اك??تان دورې كولو بلنه وركړه۔