اسلام آباد 09 ستمبر (اے پی پی) د وزیراعظم د سياسي چارو خاص مرستيال شهباز ګل وئيلي دي سن??ھ كښې د پیپلز پارټۍ حكومت كراچۍ كښې د اوسني خراب صورتحال ذمه وار دے۔ نجی ټی وی چینل سره په خپلو خبرو كولې۔ د پیپلز پارټۍ د كراچۍ وګړو مسئلو حل كولو ??ه ناكامی او كراچۍ لپاره د بدلون راوستو پيكج په اړه ده ووئيل صوبائی حكومت د كراچۍ پرمختګ لپاره په اربونو روپۍ ترلاسه كړي وې خو د هغې انكشاف د اوسنو بارانونو په مهال وشو۔ شهباز ګل ووئيل د وزیراعظم عمران خان حكومت عمر له د كراچۍ وګړو مسائل حل كولو ??ه د ښه چاپيرچل راجوړولو خواهش لري۔ده ووئيل د سن??ھ حكومت يواځې خپلې نااهلۍ پټولو ??ه په وفاقی حكومت تنقید كوي، د كراچۍ ټرانسفارمېشن پیكج ترمخه به يوه روپۍ هم نيغ په نيغه د سن??ھ حكومت له نه وركړې كېږي بلكه وفاقی حكومت به ټول فنډز د ښار په پرمختيائي پروژو په خپله نګرانۍ كښې خرڅ كوي۔ ده ووئيل د پاكستان تحریك انصاف حكومت كراچۍ لپاره ??عل??ن كړي فنډز په اړه ټول حقائق او شميرې به هم څرګندوي۔ شهباز ګل ووئيل وفاقی حكومت د قدرتی آفتونو زيان مخنيوي له د صوبو مرسته كوي۔ ده ووئيل اپوزیشن ګوندونه يواځې د لوټلي دولت تحفظ لپاره يو موټے كيږي