اسلام آباد ۔ 20 جولائی (اے پی پی) د مذهبي چارو وفاقي و??ير پير نور الحق قادري قو??ي اسمبلۍ ته وئيلي دي سږ كال د حج درخواستونو د بېنكونو شريعه اكاؤنټ كښې په جمع كړو پیسو 49 كروړه روپۍ ګټه ترلاسه شوې۔ دا ګټه به د حاجيانو په خېر ښېګړه مصرف كولې شي۔ كه سعودي حكومت زمكه راكړه نو مكه او مدينه منوره كښې به د پاكستان هاؤس ودانۍ جورې كړې شي۔ قو??ي اسمبلۍ كښې د پوښتنې دورې په مهال د آغا رفيع الله د پوښتنې په ځواب ك??ې وفاقي و??ير ووئيل د روان كال په مهال د حج اراده كوؤنكو 50 اربه روپۍ د بېنكونو په شريعه اكاؤنټ كښې جمع كړې وې نو په هغې 49 كروړه روپۍ ګټه ترلاسه شوې ۔ دا ټولې روپۍ به د حاجيانو وېلفيئر ف??ډ كښې جمع كولے شي۔ د شګفته جماني د ضمني پوښتنې په ځواب ك??ې وفاقي و??ير نور الحق قادري ووئيل يوازې يو ارب روپۍ خو په داروګانو مصرف كولے شي۔ ده ووئيل په مكه المكرمه كښې پاكستاني هاؤس څخه د حاجيانو مرسته كېږي۔ مدينه منوره كښې د پاكستان هاؤس ويجاړ شوے۔ د عدالت په امر دغه روپۍ هلته اې??ود??ې شوي۔ سعودي عرب حكومت ته خواست كوؤ چې هغه مونږ ته كوم ځائې راكړي دغسې چې مكه المكرمه او مدينه منوره كښی په دوو ځايونو پاكستان هاؤس جوړ كړے شي