اسلام آباد 17 فروری (اے پی پی)وزيراعظم عمرا?? خان وئېلي دي پاكس??ان د سختو معاشي حالاتو باوجود د افغان كډوالو كوربتوب كړې٬تر ټولو ستونزو باوجود د افغانس??ان كډوالو كوربتوب روان ساتلې شوې ٬د افغانس??ان اولس د كلونو كورنۍ نښتو نه پس اوس د امن او خوشحالۍ مستحق دے٬په افغانس??ان كښې د كورنۍ جګهرې خاتمه نه يوازې د پاكس??ان په ګټھ ده بلكې دې سره به منطقه كښې د امن او امان صورتحال ښه والي سره سره ګرده نړۍ امن او سلامتيا وده اومومي ٬لوېديزې نړۍ كښې اسلاموفوبيا د مسلمانانو كډوالو مسئلو زياتولو كښې ډېره اضافه كړی٬مقبوضه كشمير كښې د مودي شرخوښي سوچ 80 لكه كشميريان د څو مياشتو راهسې محصوره كړي پ?? كوم چې د ملګرو ملتونو پشمول نړيوالې ورورولۍ ته خپل كردار تر سره كول دي٬مودي حكومت نازي فلسفې ته وده وركوي٬كه ملګرو ملتونو د هند د حالاتو نوټس وانخست نو نړيوال امن سختو خطرو سره مخ كېدې شي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د ګل په ورځ په پاكس??ان كښې د 40 كلونو راهسې مېشته افغان كډوالو په اړه نړيوال كنفرنس ته د وېنا كولو په مهال كړی۔په دې موقع د ملګرو ملتونو عمومي سېكترې انتونيو ګوتريس٬كډوالو لپاره د ملګرو ملتونو هائي كمشنر فلپو ګرينډي پشمول مهم ملكي او نړيوال شخصيات موجود وو۔ده ووئيل د پاكس??ان معاشي حالات نه بهتر كېدو له امله وضعه ډېره سخته وه او پاكس??ان د خپلو تر ټولو سختو حالاتو باوجود د افغانس??ان كډوالو كوربتوب روان ساتلې ٬ده ووئيل د افغان كډوالو كوچنيانو په پاكس??ان كښې د مېشت والي پ?? مهال كركټ زده كړې او نن د افغانس??ان كركټ لوب ډله په نړيواله درجه بندۍ كښې شامل شوې٬كومې چې څو ورځې وړاندې د پاكس??ان انډر 19 كركټ ډلې ته ماتې وركړی ده ۔ده ووئيل كله چې رسول پاك(ص)د مكې څخه مدينې ته هجرت وكړو نو د انصار جذبه مثالي وه۔وزيراعظم ووئيل د كډوالو مو هر ډول مرسته كړی۔وزيراعظم عمرا?? خان ووئيل الله پاك د قرآن مجيد د لارې مونږ ته په انسانيت د رحم درس راكوي او په اسلام كښې نه يوازې د مسلمانانو د حقونو د احترام درس شته ښودلې بلكې د انسانيت هم عزت او احترام ته مقدم وئېلې شوي ۔ده ووئيل د نائن اليون نه وروستو په لوېديزه نړۍ كښې اسلامو فوبيا د مسلمانانو كډوالو مسائل زيات كړي او په لوېز كښې د رنګ او نسل په بنياد خلق تنګولې كېدل۔وزيراعظم عمرا?? خان ووئيل د يو ارب څخه زياته آبادي لرونكې هند كښې هم د انتهاخوښۍ سوچ غالب شوې٬د مودي حكومت دوه نوې قانون معارفې كړي كومو سره چې د 20 كروړه هندي مسلمانانو پشمول د نورو اقليتونو بنيادي حقوق ځپلې شوي۔په مقبوضه كشمير كښې د مودي شرخوښي سوچ 80 لكه كشميريان د څو مياشتو راهسې محصور ساتلي پ?? كوم چې د ملګرو ملتونو پشمول نړيوالې ورورولۍ ته خپل كردار تر سره كول دي چې دغسې كشميريانو ته د ملګرو ملتونو د قراردادونو له مخې د دوي د خپلواكۍ حق وركړې شي او په كشميريانو د هند ظلمونه ختم شي۔ده ووئيل په افغانس??ان كښې امن لپاره په پاكس??ان كښې حكومت او ټولې ادارې يو موټې دي او ټول پاكستانې قام او ادارې په افغانس??ان كښې پوخ امن غواړي۔وزيراعظم ووئيل افغان اولس د كلونو د كورنۍ جګړی نه پس اوس د امن او خوشحالۍ حق دار دے۔په افغانس??ان كښې د كورنۍ جګړی خاتمه نه يوازې د پاكس??ان په ګټه ده بلكې دې سره به د منطقې د امن صورتحال ښه شي او په ټوله نړۍ كښې به امن او سلامتيا وده ومومي۔ده ووئيل چې كله په افغانس??ان كښې امن راشي نو سيمه ايز تجارت به وده وكړي او د دې ګټه به د منطقې ټولو هېوادونو ته ورسي۔وزيراعظم عمرا?? خان د هند په اوسني صورتحال سخته اندېښنه ښودلو سره ووئيل اوسنې هند د ګاندي او نهرو هېواد نه در بلكې په دې د مودي حكومت د نازي فلسفه ورتپلې شوې ۔ده ووئيل كه نړيوالې ټولنې او ملګرو ملتونو د هندي حالاتو او اقداماتو نوټس وانخست نو دې سره نړيوال امن سختو خطرو سره مخ كېدې شي۔ده ووئيل پاكس??ان تل په سوله ايز ډول د شخړو په حقله ټينګار كړې او د مذاكراتو د لارې د مسئلو د حل خواهشمند پاتې شوې خو د هندي وزيراعظم او سرلښكر لخوا د انتهاخوښۍ د خيالاتو څرګندونه په هېڅ صورت د ذمه وارۍ نه ده۔ده ووئيل د دې نه وړاندې چې حالات نور هم سنګين شي بايد نړيواله ټولنه د هند د پالېسو نوټس اخستو سره خپل كردار ترسره كړي چې دغسې انتهاخوښي ختمه شي كومه چې امن او امان باوري كولو لپاره ضروري ده