اسلام آباد 16 فروري (اے پي پي) د ملګرو ملتونو ??مومي سېكتر انتونيو ګوترس سره د كډوالو پلاوي ملاقات وكړو. د ????وا?? په ورځ د پاكستان دورې په مهال د ملګرو ملتونو ??مومي سېكتر سره په اسلام آباد كښې د افغانستان، يمن او د تاجكستان د كډوالو پلاوي ملاقات وكړو. په دې موقع د ملګرو ملتونو ??مومي سېكتر ووئيل چې پاكستان مېلمه پال هېواد دے. د ??فغان كډوالو مېلمستيا لپاره پاكستان غوره اقدامات كړي دي. د ??وږدې مودې نه د كډوالو په كوربتوب كولو د پاكستان مننه كوم. پاكستان د تركيې نه پس د كډوالو كوربتوب كوونكې دوهم لوي هېواد دے. ده ووئيل چې د دې دورې مقصد د پاكستان ستائنه كول دي. په افغانستان كښې د جنګ نه پس 45 لكه كډوال پاكستان ته راغلل. د كډوالو پلاوي د ملګرو ملتونو ??مومي سېكتر په پاكستان كښې د تعليم، كاروبار او د هنر په اړه د تجربو نه خبر كړو. په دې وخت كښې په پاكستان كښې 27 لكه كډوال مېشته دي. پلاوي ووئيل چې پاكستان عظيم قوم دے كومو چې زمونږ مېلمستيا كړې.