ډیووس 22 جنوری (اے پی پی) وزیر اعظم عمران خان سره د سسټم، ایپلیکیشنز، پراډكټ (سیپ) کمپنۍ چیف ایګزیکټو آفیسر کرسټین کلین د نړيوال اقتصادی فورم كلنې غونډې په موقع ليدلې دي۔ په دې موقع د وزیراعظم د خزانې سلاح??ار ډاکټر عبدالحفیظ شیخ، د وزیر اعظم د تجارت سلاح??ار عبدالرزاق داؤد، د وزیراعظم خاص مرستيال سید ذوالفقار عباس بخاری، د وزیر اعظم خاص مرستيال ډاکټر معید یوسف، د غير ملكي سرمايه كارۍ سف??ر علی جهانګیر صدیقی هم موجود وؤ۔ د سیپ چیف ایګزیکټو آفیسر ووئيل زمونږ کمپنی د پاكستان حکومت د تنخاګانو او پنشن لپاره د ډی??یټ?? نظام مهمې منصوبې د لارې د تيرو 20 كلونو راهسې پاکستان سره اړېكې لري۔ په دې موقع وزیراعظم ووئيل د پاكستان حکومت د وګړو اسانۍ لپاره د سرکاری دفترو ضوابط ښه كولو او کاروبار كښې آسانۍ راپیدا کولو پشمول نظم او نسق لپاره ډی??یټ?? ایپلیکیشنز كارولو ته پام ګرځول۔ وزیراعظم سیپ ته د حکومت ډی??یټ?? پاکستان اقدام او په خاص توګه د ډی??یټ?? تربېې زياتولو او د لويو پوهنتونونو په اشتراك سره د ځوانانو تربيې له د مرستې بلنه وركړه۔ وزیر اعظم سیپ ته په پاکستان كښې د سافټ ویئر انجینئرنګ لپاره د سافټ ویئر لیبارټری جوړولو وړانديز هم وكړو۔ د سیپ چیف ایګزیکټو آفیسر نظم او نسق او اقتصادی څانګه ډی??یټ?? كولو له د پاكستان حکومت اقدامات وستائل۔سسټم، ایپلیکیشنز، پراډکټ (سیپ) کمپنۍ شميره د نړۍ په لويو سافټ ویئر کمپنیو كښې كېږي كومه چې د پاکستان نجی او سرکاری څانګه كښې انټر پرائز ریسورس پلاننګ سافټ ویئر لپاره شهرت لري۔