اسلام آباد 11 دسمبر (اے پي پي) قامي صحت لپاره د وزيراعظم خاص مرستيال ډاکټر ظفرمرزا وئيلي دي د جاپان حك??مت به د پوليو واكسين اخستو لپاره د پاكستان 4.5 مېليونه ډالره مرسته كوي٬ چې ورسره به پاكستان كښې د پوليو مخنيوي پروګرام دسمبر كا?? 2019 څخه تر نومبر كا?? 2020 دوه كروړه كوچنيانو ته د پوليو نه د بچ كېدو واكسين وركولو هدف سر كړې شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د شورو په ورځ د جائيكا او يونېسف ترمې??ځه د لوظنامې لاسليك كولو دستورې ??ه خپلې وېنا كښې وكړه ۔ په دې موقع پاكستان كښې د پوليو پروګرام لوړ پوري هم موجود وو۔ ده ووئيل پاكستان دا مهال د پوليو خاتمې سخت صورتحال سره مخ دے خو حك??مت د پوليو د خاتمې عزم كړې او ټولې ممكنه هڅې كوي چې ټول واكسين كوچنيانو ته ورسيږي ۔ ده ووئيل پاكستان د پوليو نه پاك هېواد جوړولو ته حك??مت پاملرنه كوي۔ ده ووئيل سږ كا?? د پوليو 94 كيسونه رامخې ته شوې چې پك??ې زياتره په خېبر پښتونخوا كښې دي۔ ده ووئيل سږ كا?? مونږ پاكستان كښې د پوليو خاتمې لپاره د موثره كمپائن منصوبه بندي كړې چې پك??ې درې قامي او دوه ضمني كمپائن شامل دي۔ په دې موقع پاكستان كښې د جاپان سفارت چارواكي او د يونېسف استازي هم وېنا وكړه