اسلام آباد 25 نومبر (اے پي پي) د وزيراعظم عمرا?? خان په مشرۍ كښې د نهې پھ ورځ د حكومتي معاشي ډلې غونډه وشوه۔په غونډه كښې د مواصلاتو وزير مراد سعيد٬د اقتصادي چارو وزير حماد اظهر٬د فوډ سېكورټۍ وزير مخدوم خسرو بختيار٬د نجكارۍ وزير ميا محمد سومرو٬د منصوبه بندۍ وزير اسد عمر٬د توان وزير عمر ايوب٬د تجارت صلاحكار عبدالرزاق داؤد٬د خزانې صلاحكار ډاكټر عبدالحفيظ شېخ٬صلاحكار ډاكټر عشرت حسېن٬خاص مرستيال نديم بابر٬د سرمايه كارۍ بورډ چيئرمېن سيد زبير ګېلاني٬د خزانې پخوانې وزير شوكت ترين٬د سټېټ بانك ګورنر رضا باقر٬د اېف بي آر چيئرمېن شبر زيدي او سينئر چارواكو ګډون وكړو۔غونډې ته په خپل?? وېنا كښې وزيراعظم ووئيل چې د برآمد كونكو د بقايا جاتو ادائيګۍ په اړه دې دا خبره باوري كړی شي چې كاروباري ټولنه په دې لړ كښې كومې ستونزې سره مخ نه شي٬وزيراعظم ووئيل چې د معيشت بهترۍ لپاره د هېواد په برآمداتو كښې اضافه ډېره مهمه ده٬برآمد كونكو ته هر ډول ممكنه آسانې وركول او د دوي ستونزې حل كول د حكومت په وړومبو ترجيحاتو كښې شامل دي٬كاروباري ټولنه نوې نظام سره معرفي كولو لپاره دې هم هر ډول ممكنه آسانې وركړی شي۔وزيراعظم ووئيل چې د ځينې كاروباري حلقو لخوا د بقاياجاتو نوې نظام په اړه د ستونزو شكايات راغلې دي٬د دې فوري ازالې لپاره دې اقدامات وكړی شي۔ په غونډه كښې د كاروباري ټولنې د ريفنډز٬د تعميرات څانګې ودې او په خاص توګه د كم آمدن خلكو لپاره په ټول هېواد كښې د 50 لكه كورونو جوړولو٬د پروژې په پرمختګ او د غېر سركاري فلاحي تنظيم اخوت په مرسته د فوډ بانك پروګرا?? د اجرا په معاملو غور وشو۔په غونډه كښې د خزانې صلاحكار عبدالحفيظ شېخ او د اېف بي آر چيئرمېن شبر زيدي د برآمد كونكو د ريفنډز بقاياجاتو ادائيګۍ لپاره د شويو اقداماتو په اړه بريفنګ وركړو۔د نوي پاكستان هاؤسنګ اتهارټۍ چيئرمېن لېفټيننټ جنرا??(ر)انور علي حېدر غونډه د تعميراتو څانګې د ودې او په خاص توګه د كم آمدن خلكو لپاره د هاؤسنګ پروژې پرمختګ په اړه خبره كړه او وې وئېل چې په دې لړ كښې ډېر پرمختګ شوې۔ده هيله څرګنده كړه چې ډېر زر به د 15 زره يونټس د وړومبۍ پروژې پرا??سته وشي۔د دسمبر تر پاې به د هېواد په دريو صوبو كښې د كورونو جوړولو په پروژو كار پېل كړی شي۔د خزانې پخواني وزير شوكت ترين غونډه د غېر سركاري فلاحي تنظيم اخوت په مرسته د فوډ بانك پروګرا?? د اجرا نه خبره كړه۔د دې پروګرا?? له مخې به د اخوت لخوا د بېلا بېلو كورونو٬هوټلو او مېرج هالونو څخه اضافي خورا?? راغونډولې شي او مستحق خلكو ته به د دوي په كور وركولې شي۔دا پروژه به په ابتدائي توګه د لاهور نه پېل كولې شي او دې لپاره په ابتدائي توګه 100 ريسټورنټس سره شركت شوې۔راغونډ كړی شوې خورا?? به په كچه آبادۍ كښې اوسېدونكو او د مستحق خلكو كورونو ته وركولې شي۔په كومو كښ?? چې كنډې٬د زيات عمر بې وسه خلك مېشته وي٬د دې نه علاوه د رېلوے٬بس اډو٬روغتونونو او نورو ځايونو ته به هم وړيا خورا?? رسولې شي۔غونډې ته ووئيل شول چې په وړومبو دريو مياشتو كښې به 20 زره خلكو ته دا خورا?? رسولې شي۔دا شمېره به وړاندې زياتولې شي۔وزيراعظم د فوډ بانك پروګرا?? هركلے كولو سره ووئيل چې دا پروګرا?? د حكومت وژن او فلاحي چارو سره مطابقت لري ځكه حكومت دا پروګرا?? پېل كولو لپاره به مطلوبه وسيلې او مياشتنې اخراجاتو كښې مرسته كوي