اسلام آباد 13 نومبر (اے پي پي) د سېفران او ??شه اي توكو دوهم وزير شهريار خان آفريدي سره د چين صوبې جيانګ شي نائب چيئرمېن پيپلز پوليټيكل كنفرنس جن پنګ په مشرۍ كښې د اعلٰی كچ پلاوي د شورو په ورځ ليدلې دي۔دوهم وزير ووئيل د وزيراعظم عمران خان وژن له مخ?? سي پېك د نړۍ وړومبې ډرګ فري تجارتي راهداري جوړول غواړو۔د جيانګ شي صوبې او خېبرپښتونخوا ترمينځه به د انډسټريل مرستې څخه پاكستان چين ته د ملګرتيا نوې لاره ترلاسه شي۔شهريار خان آفريدي ووئيل پاكستان او چ??ن د نړۍ په تاريخ كښې بې مثاله شريكې مرستې او د ملګرتيا نوې باب ليكي۔ده ووئيل پاكستان د نشه اي توكو په ضد د نړۍ جنګ كښې بوښت دے۔پاكستان د نشه اي توكو په ضد وړومبې دفاعي پوله ده٬نړۍ له به د نشه اي توكو په ضد جنګ كښې د اے اېن اېف مرسته كول وي۔شهريار خان آفريدي ووئيل د نړۍ 85 فيصد نشه اي توكي افغانستان كښې پېدا كیږي۔پاكستان د نشه اي توكو عفريت پھ ضد د نړۍ جنګ كښې بوښت دے۔ ده ووئېل نړۍ له به د اے اېن اېف قربانو اعتراف كول وي٬پاكستان او چ??ن پھ ګډه ځوان كل د نشه اي توكو عفريت څخه محفوظ كولې شي۔پھ دې موقع د چين صوبې جيانګ شي نائب چيئرمېن جن چنګ ووئيل چين د ترهه ګرۍ او ??شه اي توكو په ضد جنګ كښې د پاكستان سره اوږه په اوږه ولاړ دے۔د افغان كډوالو لپاره د پاكستان قربانو او خذماتو ?? زړه نه اعتراف كوو۔د وزيراعظم د چين اوسنۍ دورې سره د دواړو هېوادونو ترمينځه ملګرتيا لا قوي شوې ده