اسلام آباد ۔ 7 اکتوبر (اے پی پ??) وزیراعظم عمران خان مستحق، بې وزله او كمزورو طبقو ته د آسانيو وركولو عزم كولو سره وئيلي دي ګرد هېواد كښې به اولني پړاؤ كښې به 112 لنګرخانې پرانست??ې شي۔ د بې وزلو او كمزورې طبقې خذمت كول تر ټولو لويه نيكي ده۔ د ښكته طبقې ښه والي له به ټول ممكنه ګامونه پورته كوو۔ مالدارو څخه به ټېكس اخست??ې شي او په بې وزله وګړو به خرڅ كو??ې شي ۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د ګل په ورځ د احساس سېلاني لنګرخانه سكيم پرانستې په مهال وكړه۔ وزیراعظم عمران خان ووئيل سېلاني ټرسټ ته د دې نېك كار په پېل كولو مباركي وركوم۔ خوش قسمته خلق نېك كارونو پلو رغبت لري۔ لوئے څښتن د نېك كار كوؤنكو په زړونو كښې سكون پېدا كوي۔ ده ووئيل ما چې كله كېنسر روغتون جوړول پېل كړو نو ډېر خوش قسمته خلقو سره مې ملاقات اوشو۔ د بې وزلو او كمزورې طبقې خذمت كول تر ټولو لويه نيكي ده۔ ده ووئيل احساس بې وزلي ختمولو له د پاكستان د تاريخ تر ټولو لوئے پروګرام دے۔ د دې پروګرام ترسېوري لاندې به ??لم?? او مېرمنو ته روزګار او قرض وركو??ې شي۔ ده ووئيل ګرد هېواد كښې اولني پړاؤ كښې به 112 لنګرخانې پرانست??ې شي۔ دا لنګر خانې به هغه سيمو كښې پرانست??ې شي كومې چې بېروزګارۍ او لوږې سره مخ دي۔ ده ووئيل سخت وخت څخه تېرېږو ولې مونږ د كمزورې طبقې احساس لرو۔ هڅه ده چې څوك اوږې پاتې نه شي۔ وزیراعظم ووئيل په پوهنتونونو كښې د مدينې رياست په ډول پروګرام پېل كوو۔ د مدينې رياست كښې د كمزورې طبقې ذمه واري رياست اخلي او دا فلاحي رياست وي۔ د مدينې رياست د قرآن او سنت عملي تصور ؤ ۔ ده ووئيل د تېرو څو كلونو څخه غريب لا غريب او مالداره لا مالداره كېږي۔ مالدار ټېكس نه وركوي۔ مونږ غواړو چې مالدارو څخه ټېكس واخلو او په بې وزلو ئې مصرف كړو۔ ده ووئيل احساس پروګرام كښې به سېلاني ټرسټ هم شاملو??ې شي۔ نوې پاكستان به فلاحي رياست جوړ شي۔ نوې پاكستان له هڅې روانې دي۔ د 70 كالو مسئلو حل كولو كښې به څه وخت لګي۔ د كمزورو طبقو مرستې سره به هېواد كښې بركت راشي۔ په دې مهال خپلو خبرو كښې د وزيراعظم د سماجي تحفظ او بې وزلۍ ختمولو خصوصي مرستيالې او د احساس پروګرام مشرې ډاكټر ثانيه نشتر ووئيل وزيراعظم عمران خان په خپل زړه كښې د خواري كښو خاص احساس لري۔ وزيراعظم اول بې وزلو ته چھت وركولو له د سر پټولو ځايونو په جوړولو كار پېل كړو او اوس ئې احساس لنګر سكيم پېل كړې۔ راروان كال كښې به ټول هېواد كښې 112 لنګرخانې پېل كړې شي چرته به چې مستحقو وګړو ته عزت او احترام سره ډوډۍ وركو??ې شي۔ د سېلانی ټرسټ مشر مولانا ب??ير فاروق قادري خپلو خبرو كښې ووئيل وزیراعظم عمران خان د بې وزلو او وروستو پاتې طبقو دړد او احساس خپل زړه كښې لري۔ وزيراعظم د مدينې رياست تصور عملي تعبير له ګامونه پورته كوي۔ ده ووئيل سېلاني وېلفېئر ټرسټ په دې لړ كښې ده سره څنګ په څنګ ولاړ دې۔