اسلام آباد 07 اکتوبر (اے پی پی) د منصوبه بندۍ ، پرمختګ ا?? اصلاحات وزارت د سرکاری څانګې پرمختيائي پروګرامونو كښې د کابینه ډویژن لپاره په مجموعی توګه تر اوسه 7 اربه 99 کروړه 72 لکھ 95 زره روپۍ جاری کړې شوې، حکومت د دې ډویژن پرمختيائ?? كارونو لپاره د روان مال?? كال لپاره 39 اربه 98 کروړه 64 لکھ روپۍ بيلې كړې دې۔ د پلاننګ کمېشن د اړخه جاری شوې شميرې له مخې حکومت پينډۍ كښې په 200 كټونو مشتمل ګائناکالوجی سنټر جوړولو لپاره 22 ک??وړه 71 لکھ، کراچۍ كښې ګرین لائن بس ریپډ ټرانزټ سسټم لپاره يو ارب 83 کروړه ، کراچۍ كښې فلائی اوورز جوړولو لپاره 89 کروړه 32 لکھ، کراچۍ پیکج ترمخه منګھو پیر سړك جوړولو لپاره يو ارب 11 کروړه 88 لکھ، کراچۍ پیکج ترمخه اېم سی فائر فائټنګ اپ ګریډیشن او بحالۍ لپاره 85کروړه 50 لکھ، كوټلي پرمختيائي اهدافو سر كولو لپاره 2 اربه روپو څخه زياتې جاری کړې دې۔