اسلام آباد 29 ستمبر (اے پي پي) د كشمير پارلماني كمېټې چيئرمېن ??يد فخر ا??ام وئيلي دي چې د حكومت د موثره پالېسې په نتيجه كښې نړيواله ټولنه كشمير د هند د داخلي معاملې وئيل كېدو بيانيه غلطه ګڼي۔ د راډيو پاكستان په يو پروګرام كښې ??يد فخر ا??ام وو??يل چې وزيراعظم عمران خان د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ په 74مه غونډه كښې د كشميري اولس د سفير په حېث د كشمير ريښتينې صورتحال وړاندے كړے چې ورسره د هندي وزيراعظم د آر اېس اېس ذهنيت په نړيواله كچه بې نقابه شوے ا و اوس نړيواله ټولنه د هند دا بيانيه غلطھ بولي چې ګني كشمير كورنۍ معامله ده۔ ده وو??يل چې كشمير په نړيواله كچه لانجمنه سيمه ګرځول شوې۔ د امريكې اولس مشر ډونلډ ټرمپ د دې پخوانې شخړې لپاره د ثالثې كولو وړاندېز هم كړے۔ ده وو??يل چې چين او روسيه هم د كشمير په معامله د پاكستان د دريځ ملاتړ كوي۔