اسلام آباد 30 جولائی (اے پی پی) اولس مشر ډاكټر عارف علوي وئيلي دي چې پاكستان د قائداعظم محمد علي جناح د وژ?? په رڼا ك??ې د هند پشمول ټولو ګاونډي هېوادونو سره د دوستې اړيكې غواړي٬ هند سره د جمو او كشمير پشمول ټولې شخړې د امن خبرو د لارې حل كول غواړو٬ په ??نط??ه كښې به امن او خوشحالې لپاره خپلې هڅ?? روانې ساتو۔ ده دا خبرې په هند ك??ې د پاكستان نومول شوي هائي كشمنر معين الحق سره په خپلو خبرو كښې وكړې كوم چې ده سره د نهې په ورځ په ايوان صدر كښې ملاقات وكړو۔ اولس مشر ووئيل چې د تعميري رابطه كارې د لارې به پاكستان په ??نط??ه كښې امن او خوشحالې لپاره خپلې هڅ?? روانې ساتي۔ د پاكستان لخوا د كرتارپور لارې پرانستلو پرېكړه په دې لړ ك??ې د ستائنې وړ ده۔ دې سره به سكهان خپل تر ټولو مقدس مذهبي ځائ ته رسنه ترلاسه كړي۔ ده ووئيل چې دا اقدام سوئيلي اسيا لپاره د لوي بدلون سبب كېدے شي۔ دې سره په ??نط??ه ك??ې د جګړې په ځائ مرسته٬ د دښمنې په ځائ امن او د نفرت په ځائ دوستې ته وده وركول كېدے شي۔ اولس مشر نومول شوي هائي كمشنر لپاره د نېكو هيلو څرګندونه وكړه او د دې هيلې څرګندونه ئې وكړه چې هغه به پوره جذبې او خوارې سره خپله وظيفه ترسره كړي او د اولس په ګټه به سيمه ايز استحكام او سولې لپاره د پاكستاني حكومت پاليسي عملي كولو لپاره خپل مهم كردار ترسره كړي