اسلام آباد 22 جون (اے پي پي) د وزيراعظم عمران خان په مشرې كښ?? د وفاقي حكومت د معاشي پالېسو نتيجې راوځي٬ بهر مېشته پاكستانيانو هېواد ته راستنېدو سره په پاكستان كښ?? په سرمايه كارې كولو كښ?? دلچسپي ښودلې۔ د تحريك انصاف د مېډيا مركزي څانګې لخوا جاري شوي بيان له مخې د 80 په لسيزه كښ?? امريكې ته تللي سيد سېف الدين خپل ټول كاروبار پاكستان ته د منتقل كولو اعلان كړے۔ ده دا اعلان د خالي په ورځ د تحريك انصاف په مركزي سېكرټرېټ كښ?? مركزي عمومي سېكتر ارشد داد سره د ملاقات په مهال كړے۔ ده د پاكستان تحريك انصاف په مشرتابه٬ منشور او د وفاقي حكومت په پالېسو د بشپړه باور څرګندونه كړې او وئيلي ئې د?? چې هغه په كال 1984م كښ?? اعلٰي تعليم لپاره پاكستان پريښې و او بيا 35 كاله په امريكا كښ?? مېشته و او د شپې ورځې په خو??رې ئې كاروبار وكړو۔ سېف الدين ووئيل چې د?? د لاطيني امړيكې پشمول 58 هېوادونه او د دې نظام ولېدو۔ د وطن نه لرې د پاكستان په ورانېدونكو حالاتو به اندېښمن و۔ د وزيراعظم عمران خان د راتللو نه پس حالات په تندې سره د بهترې په پلو روان دي۔ د وزيراعظم په خو??ست مې ټول كاروبار پاكستان ته د راوړلو پرېكړه كړې۔ وزيراعظم زما پشان د لكونو په شمېر پاكستانيانو ته مثبت پېغام وركړے۔ ده ووئيل چې په ټوله نړۍ كښ?? مېشته پاكستانيانو ته خو??ست كوم چې په پاكستان كښ?? په سرمايه كارې كولو غور وكړي۔ مركزي عمومي سېكتر ارشد داد په تحريك انصاف كښ?? په ګډون كولو د سيد سېف الدين د پرېكړې هركلې وكړو۔