اسلام آباد 27 مارچ (اے پي پي) د بهرنيو چارو وزير شاہ محمود قرېشي وئيلي دي ټول قام د وسله والو ځواكونو په صلاحيت بشپړ باور لري٬ پاكستان د يو هېواد په ضد هم جارحانه عزائم نه لري خو د خپلې دفاع حق محفوظ ساتي۔ وفاقي وزير دا خبرې د شورو په ورځ د ??اك فضائي په مركزي دفتر كښې ايئر چيف مارشل مجاهد انورخان سره د ملاقات په مهال كړې دي۔د ملاقات په مهال منطقه كښې د امن وضعې پشمول په مهمو چارو د خيالاتو څرګندونه شوې۔ د هوائي ځواك مشراېئر چیف مارشل مجاهد انورخان د هر ډول يرغل مخنيوي لپاره د ??اك فضائي تيارو پ??قله خارجه وزير مخدوم شاہ محمود قرېشي ته بريفنګ وركړو۔ خارجه وزیر مخدوم شاہ محمود قرېشي د ??اك پوځ د وظيفائي پوهې او په خاص توګه د ??اك هند تاو تريخوالې په مهال د ??اك فضائي د كاركردګۍ ستائنه وكړه۔ خارجه وزير ووئيل ټول قام د وسله والو ځواكونو په صلاحيت بشپړ باور لري٬ پاكستان د يو هېواد په ضد هم جارحانه عزائم نه لري خو د خپلې دفاع حق محفوظ ساتي