شهباز شريف او مسلم ليګ (ن) د احتساب عمل څخه بچ كېدو له پبلك اكاؤنټس كمېټي د يو ډھال په توګه كارولې۔ شهباز شريف دې د اخلاقي اقدارو څرګندونه كولو سره په خپله د اے پي سي چيئرمېن شپ څخه ا??تعفی وركړي۔ د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير چوهدری فواد حسېن د نجي ټي وي پروګرام كښې د خيالاتو څرګندونه
اسلام آب??د ۔ 9 فروری (اے پی پی) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير چوهدری فواد حسېن وئيلي دي شهباز شريف او مسلم ليګ (ن) د احتساب عمل څخه بچ كېدو له پبلك اكاؤنټس كمېټي د يو ډھال په توګه كارولې۔ شهباز شريف دې د اخلاقي اقدارو څرګندونه كولو سره په خپله د اے پي سي چيئرمېن شپ څخه ا??تعفی وركړي۔ اوسنې اپوزيشن د هېواد د تاريخ ترټولو غېر اخلاقي اپوزيشن دې۔ پارلماني نظام چلول يواځې د حكومت نه بلكې د اپوزيشن هم ذمه واري ده۔ اپوزيشن مرسته نه كوي او دا ئې د غېر جدي او غېر ذمه وارې رويې ثبوت دے۔ د خالي په ورځ د يو نجي ټي وي چېن?? پروګرام كښې د خيالاتو څرګندونې په مهال ده ووئيل د رايو د لارې شهباز شريف د پبلک اکاؤنټس کمېټۍ چیئرمېن شپ څخه ا??وا كول ممكن دي ولې مونږ غواړو چې هغه په خپله ا??تعفی وركړي لكه څنګھ چې د عليم خان په شمول د پي ټي آئي نورو غړو استعفی و??كړ?? ده۔ ده ووئيل د پي اے سي چيئرمېن په كېدو شهباز شريف پرله پسې د نېب په پلټنيو اثرانداز كېږي او هغه عدالتي كارروائۍ ته نه وړاندې كېږي۔ د يوې پوښتېن په ځواب كښې ده ووئيل كه شهباز شريف په ا??لاقي توګه ا??تعفی نه وركوي نو بيا د پي اے سي غړي د ووټ د لارې هغه ا??وا كولې شي۔ او قانون كښې هم دا آپشن موجود دے