اسلام آ??اد ۔ 17 جنوری (اے پی پی) د افغانستان اولس مشر محمد ??شر?? غني د زيارت په ورځ وزيراعظم عمران خان سره ټېلېفوني تماس نيولې او ده سره ئې افغانستان كښې امن او مصالحت لپاره د روانو ھڅو په اړه خبرې كړې۔ افغان اولس مشر افغانستان لپاره د امريكې د امن ا?? مف??هم?? استازې لخوا په پېل كړو هڅو كښې د مخلصانه كردار په ترسره كولو د پاكستاني حكومت مننه وكړه۔ وزیراعظم عمران خان افغان اولس مشر له باور وركړو چې پاكستان د خپلې شريكې ذمه وارۍ په لړ كښې د امن بشپړ عمل د لارې افغانستان كښې د شخړې د خبرو اترو تصفيې له مخلصانه هڅې كوي۔ اولس مشر ??شر?? غني وزيراعظم ته د افغانستان دورې بلنه وركړه۔ وزيراعظم عمران خان هم افغان اولس مشر ته د پاكستان دورې بلنه وركړه۔ دواړه لارښود يو بل سره په تماس كښې د پاتې كېدو او د ټولو هواري وړ مسلو لپاره چاپېرچل جوړولو ته صلا شول