اسلام آباد 24 دسمبر(اے پي پي) د بهرنيو چارو وزير مخدوم شاه محمود قريشي وئيلي دي چې پاكستان ګاونډي ه??وا??ونو سره ښې اړيكې او د منطقې پرمختګ٬ خوشحالي او امن غواړي۔ د ګل په ورځ په درې ورځنې دوره د روانېدو نه وړاندې پاكستان ټېلي ويژن سره په خاص خبرو كښې ده ووئيل چې سيمه ايزو ه??وا??ونو سره نزدې سياسي او تجارتي اړيكې جو??ول د پاكستان تحريك انصاف د حكومت وړومبې ترجيح ده۔ ده ووئيل چې پاكستان يو امن خوښوونكې ه??وا?? دے ا?? پاكستان نورو ه??وا??ونو او په خاص توګه ګاونډي ه??وا??ونو سره تل د دوستې اړيكو په پالېسې عمل كړے۔ ده ووئيل چې پاكستان ټولو ګاونډي ه??وا??ونو سره ښې اړيكې غواړي ا?? پاكستان تل د شخړو خاتمې لپاره مذاكراتو ته فوقيت وركړے۔ ده د افغانستان٬ اېران٬ چين او د ورسيې په خپله دوره رڼا اچولو سره ووئيل چې هغه به پاكستان سره د دې ه??وا??نو د دوه اړخيزه اړيكو په وده او استحكام خبرې كوي۔ ده ووئيل په دې موقع به سيمه ايز امن او سلامتيا سره سره په افغانستان كښې د امن او امان په معاملو هم خبرې كولې شي۔ ده ووئيل چې پاكستان د افغانستان امن لپاره هم پوخ عزم لري۔ ده ووئيل چې د ګاونډي ه??وا??ونو ترمېنځه د تجارتي اړيكو مستحكم كولو ضرورت دے۔ ده ووئيل چې د پاكستان تحريك انصاف حكومت ه??وا?? ته د ورپېښو ستونزو حل لپاره هڅې كوي چې دغسې ه??وا?? د بحران نه وويستل شي۔