اسلام آباد 06 نومبر (اے پي پي) د خ??ان?? وزير اسد عمر وئيلي دې سي پېك منصوبه د چين او پاكستان ترمېنځه د مرستې غوره مثال دے او دا د دواړ?? هېوادونو لپاره ګتوره ده۔ چائنا ګلوبل ټي وي سره خپلې مركه كښې د خ??ان?? وزير چين د “قرض د لارې د سفارت كارۍ” د تور پحقله د پوښتنې په ځواب كښې ووئيل پاكستان د پور مسئله خو لري ولې د چين قرض پحقله هېڅ مشكلات نشته۔ ده د سي پېك د لارې پاكستان د اقتصاد?? مسئلو سره د مخ كولو تاثر ” بې هوده او احمقانه” ګرځولو سره ووئيل سي پېك منصوبه د چين او پاكستان ترمېنځه د مرستې غوره مثال دے چې له مخې به ئې دواړ?? هېوادونو ته ګټه ورسي۔ وفاقې وزير ووئيل په پاکستان بهرني ټول پور كښې د چين حجم د لس فيصده نه زيات نه دے ٬ پاكستان كښې د جي ډي پي نتاسب د قرض شرح زياته ده خو دا د انتطام او انصرام جوګه ده ٬ ده ووئېل د برآمدات كمېدو په سوب پاكستان د قرضونو زياتېدو مسئلې سره مخ كې??ي٬ پاکستان د قرضونو وركړې لپاره زياته غېر ملكي كرنسي نه شي ترلاسه كولې او هم دا بنياد?? مسئله ده ۔ د خ??ان?? وزير ووئيل د دې مسئلې هواري لپاره پاكستان په كورنۍ توګه بچت ته پاملرنه كولو سره سره د چين غوندې ملګر?? هېوادونو سره برآمدات زياتولو له كار كوي او د چائنا انټرنېشنل امپورټ اېكسپو غونډې ون يونټس كولو سره به زمونږ دا هڅې وده ومومي