اسلام آباد 21 اګست (اے پی پی) وزيراعظم عمران خان وئيلي دي ??ې مونږ د ترهګرې په ضد جنګ كښې قربانې وركوونكې خپلو شهيدانو ته د عقيدت پېرزوينه وړاندې كوي٬ نړيواله ټولنه دې د ترهګرې ځپليو مرستې لپاره په ګډه اقدامات وكړي٬ د ترهګرې خاتمې لپاره مونږ د نړيوالې ټولنې ملګري يو۔ د نهې په ورځ د ترهګرې ځپليو د وړومبې نړيوالې ورځې په موقع په جاري شوي بيان كښې وزيراعظم عمران خان ووئيل ??ې مونږ ته به ځپليو لپاره يوازې د الفاظو ادا كولو نه ز??ات څه كول وي٬ د پاكستان حكومت خپلو شهيدانو ته د عقيدت پېرزوينه وړاندې كوي٬ دا ورځ په اصل كښې د ځپليو٬ د خپلو قانون نافذ كوونكو ادارو او د وسله والو ځواكونو د مننې او د دو?? د ستائنې ورځ هم ده٬ مونږ د ترهګرې په ضد جنګ كښې د خپلو ځوانانو پشمول د زرګونو په شمېر د ځانونو قربانې وركړې دي۔ وزيراعظم ووئيل ??ې پاكستان تر ټولو ز??ات ترهګرې ځپلې هېواد دے۔ ده ووئيل ??ې په دې موقع په خاص توګه د پېښور په آرمي پبلك سكول د ترهګرې د بريد د 130 نه ز??ات شهيدان يادوو او دو?? لپاره دعا كوو۔ دا هغه شهيدان دي ??ې په تنكې ځوانې كښې له مونږ څخه جدا شول او دو?? كله هم نه شي هېرول كېدے۔ ده ووئيل ??ې سره د دې چې مونږ د ترهګرې په ضد جنګ كښې ډېرې قربانې وركړې٬ خو بيا هم د ترهګرې په ضد زمونږ عزم غېر متزلزل دے٬ د ترهګرې د هرې يوې پېښې نه پس پاكستاني قوم د روښان فكرې٬ د شهيدانو د قربانيو د اهميت زياتېدو او د دو?? د ادراك او احساس كولو د اقدارو څرګندونه كړې او زمونږ دا اقدار د عدم برداشت٬ كركې او د تشدد د قوتونو كوم چې مونږ وېشل غواړي٬ نه ز??ات قوي دي۔ ده ووئيل ??ې نن په ټوله نړۍ كښې دا ورځ لمانځل كېږي٬ په داسې حال كښې به مونږ ته ځپليو لپاره د الفاظو ادا كولو نه ز??ات څه كول وي۔ د پاكستان حكومت د خپلې برخې كار كولو سره د ترهګرې ځپليو مرستې لپاره يو شمېر اقدامات كړي دي٬ په دې كښې په عارضي توګه د ??ې كوره شويو بحالي٬ د تباه شوي انفراسټركچر بيا رغونه او ځپليو او د دو?? كورنيو ته د معاوضې ادا كولو پشمول بېلا بېل اقدامات شامل دي۔