مانسهره 11 فروری (اے ??ي پي﴾ د مذهبي چارو وفاقي وزير سردار يوسف وئيلي دي چې پخوا??ي وزيراعظم محمد نواز شريف اولس سره كړي لوظونه پوره كړي دي٬ پخوا??ي وزيراعظم د موټروے د لارې په هېواد كښې د سړكونو جال خپور كړے او دې سره د هېواد معيشت مخ په ښه كېدو دے۔ په مانسهره كښې د سوئي ګېس د لوډشېډنګ مسئله هم حل كړې شوې۔ وفاقي وزير دا خبرې د اتوار په ورځ په غازي كوټ كښې د سوئي ګاز د اضافي پائپ لائن د پرانستې نه پس اولسي غونډې ته په خپله وې??ا كښې وكړې۔ په دې موقع د قومي اسمبلې غړے كېپټن ﴿ر﴾ صفدر٬ د صوبائي اسمبلۍ غړي صالح محمد خان٬ سردار محمد ظ??ور?? ميا ضياالرحمان او ضلع ن??ظم سيد غلام رسول هم موجود وو۔ وفاقي وزير ووئيل چې پخوا??ي وزيراعظم محمد نواز شريف هېواد د پرمختګ په لار روان كړے۔ په ټول هېواد كښې د نواز شريف په غونډو د اولس ګډون عدالتي پرېكړه رد كړے۔ اولس به د كاركردګې په بنياد مسلم ليګ ﴿ن﴾ بيا كامياب كړي۔ ده ووئيل چې په راتلونكو ټولټاكنو كښې به نه يوازې په وفاق بلكې د خېبر پښتونخوا پشمول په څلورو واړو صوبو كښې مسلم ليګ ﴿ن﴾ قوي حكومتونه جوړوي۔