نیو یارک۔ 07جنوری(اے پی پی) د امريكا يوې مهمې ورځپاڼې نيويارك ټائمز د پاكستان او امريكا ترمينځه كشيده صورتحال نظر كښې نيولو سره د پاكستان د ستراتيجيكي اهميت ذكر كړې او په دې خبره ئې زور راوړې چې ډونلډ ټرمپ بايد پاكستان سره تعميري او د مثبتې مرستې لارې ولټوي۔ نيويارك ټائمز د خالي په ورځ په خپل يو اېډېټوریل كښې په پاكستان د امريكائي تورونو ذكر كولو سره ووئيل د ټرمپ لخوا د پاكستان مرستې معطل كولو پرېكړې اعلان د افسوس وړ دے۔ د ورځپاڼې ترمخه افغانستان كښې مېشته امريكائي عسكرو ته زياتره سامان د پاكستاني سړكونو او رېل دلارې رسولې شي۔ داسې كولو سره پاكستان څه وخت هم افغانستان ته د امريكا رسنه بندولې شي۔ اېډیټوریل كښې ??ا هم وئيلې شوي چې پاكستان چين سره اتحاد كولې شي كوم چې وړاندې څخه ??اكستان كښې ?? بنيادي اډانو په منصوبو كښې په لويه كچه سرمايه كاري كوي او هند سره د پاكستان په رويه كښې ??ختې راتلې شي۔ ورځپاڼې دا هم ليكلي چې پاکستان د نائن الېون څخه ??روستو د امريكا مرسته وكړه۔ په كال 2014 ء كښې ?? پاكستان پوځ د پاكستاني طالبانو په ضد بشپړ كاروائي وكړه چې په سوب ئې پاكستان ډېرو زيانونو سره مخ شو۔ د ورځپاڼې ترمخه ??ه ابتدائي توګه ځينې پاكستاني چارواكو د مرستې معطل كېدو په اعلان سخت غبرګون ښودلې بياهم د جمعې په ورځ د پاكستاني خارجه وزارت بيان كښې ?? دوه اړخيزه احترام او زغم څخه د كار اخستو په حاجت خبره شوې۔ په دې حالاتو كښې ??ايد اولس مشر ټرمپ هم سوچ وكړي چې آيا پاكستان سره تعميري او د مثبتې مرستې لارې لټولې كېدې شي۔