اسلام آباد 23 نومبر (اے پي پي)د كورنيو چارو وفاقي وزير احسن اقبال وئېلي دي م??نږ ټول د ختم نبوت محافظ يو٬حكومت د صورتحال نه په بشپړه توګه خبر دے٬ څه خلقو په عملي توګه د لاكهونو په شمېر خلق يرغمال كړی٬نن هم دامنيتي ځواكونو د لارې فېض آباد خالي كولې شو٬مصدقه اطلاعات دي چې څو شرخوښي م??جود دي كوم چې مرګ ژوبله غواړي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د دستورې نه وروستو خبريالانو سره په خبرو كښې كړی۔وفاقي وزير ووئيل د ختم نبوت په اړه كومه شخړه نشته٬ دا ډله بيا د ټاكنو التوا غواړي۔د مسلم ليګ(ن)مخالفو حلقو د دې ډلې په ??اكنو كښې ملاتړ كړې٬مونږ د محض شك په بنياد هم د بدلون اجازه وركړې۔ده ووئيل په ??ارليماني كمېټۍ كښې د مذهبي ګوندونو استازي هم موجود وو يعنې دا بل پټ نه دې جوړ شوې٬ ده ووئېل چا د سېنېټ څخه وړاندې اعتراض نه و كړې٬دا قانون د قانون وزارت نه دې جوړ كړې٬د قانون وزير دا قانون نور مؤثر كړو۔ده ووئيل د قانون وزير د زير يا زبر بدل??ن هم اختيار نه لري٬دا ډېره حساس مسئله ده٬ ده ووئېل د ختم نبوت قانون لا مضبوط شوې۔ده ووئيل په ختم نبوت دا موصوف سياست كوي ??و رياست به دې خلقو ته سر ټېټ نه كړي۔ده ووئيل دا د لال مسجد او ماډل ټاؤن غوندې پیښې غواړي٬خواست كوم چې زموڼږ څخه جائز غوښتنه وكړی شي٬ ده ووئېل چا ته به سياست نه پړېږوو۔احسن اقبال ووئيل د قانون د وزير استعفٰی غوښتل يو ضد دے۔ده ووئيل په سړكونو كينساستو سره استعفٰی نشي اخستلې كېدې٬په رالتونكو 24 ساعتو كښې مهم اعلانات ممكن دي۔د قانون وزير څخه يوازې پارلمان استعفٰی اخستې شي۔