اسلام آباد 06 دسمبر (اے پي پي) اولس مشر ممنون ح??ېن په كنونشن سنټر كښې د عيد میلادالنبيۖ پحقله دستوره كښې د علامه اقبال اوپن پوهنتون د “سيرت سټډيز” ريسرچ ج??نل د كال 2017 د تعليمي خپرونو بهترين ج??نل ګرځولو په سبب خاص اېوارډ وركړې دې۔ د مجلې مدير ډاكټرمعین الدین هاشم?? اولس مشر څخه انعام وصول كړو۔ په دستوره كښې د پوهنتون وائس چانسلر پروفېسر ډاكټر شاهد صدیقي هم ګډون وكړو۔ د مذهبي چارو وزارت ” اسلامي رياست كښې د قامي قيادت د لارښودنې اصول د سيرت په رڼا كښې” په سرخط د صوبائ?? او ګرد پاكستان په كچه د آرټيكلز د لي??لو مقابلې راجوړې كړې وې۔ په صوبائي كچه مقابلو كښې د پوهنتون ډاكټر احمد رضا په غوره آرټيكلز لي??لو وړومبنې انعام ترلاسه كړو دغ??ې ډاكټر عائشه صنوبر اونازیه ګوهر خاص انعامونه ترلاسه كړل۔ په آل پاکستان مقابلو كښې د اوپن پوهنتون پي اېچ ډي سكالر وړومبې انعام ترلاسه كړې دغسې اوپن پوهنتون په دې مقابلو كښې پينځه قامي اېوارډونه ترلاسه كړي۔ پروفېسر ډاكټر محې الدين هاشمې له مخې اوپن پوهنتون د سيرت النبي ۖ فروغ لپاره په تسلسل سره اقدامات كو?? او سږ كال ئې د سیرت النبيۖ فروغ لپاره دوه نړيوال كنفرنسونه كړې د?? او درېم كنفرنس به په 14م دسمبر كولې شي۔